بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا

ساخت وبلاگ
دا مهال د بنګله دېش شل اووریزه لیګ سیالو کې پنځه افغان لوبغاړي برخه اخلي.د پاکستان د اېچ بي اېل غوره">غوره لیګ سیالیو د بولۍ نوملړ ته لاندې لوبغاړي غوره شوي: ١: راشد خان  ٢: محمد نبي عيسي خيل٣: شاپور ځدران٤: نجيب ځدران ٥:دولت ځدران ٦: شرف الدين اشرف ٧: گلبدين نائب ٨: سميع الله شينواري ٩: ظاهر خان  د پاکستان غوره لیګ سیالیو ته تېر کال هم څلور افغان لوبغاړي وپلورل شول ١: محمد نبي عيسي خَيل  ٢: شهزاد محمدي ٣: مجيب الرحمن رحمن ٤: طارق ستانكزي نوشته شده در شنبه بیستم آبان ۱۳۹۶ساعت 23:59 توسط فضل الله احدي| | بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا...ادامه مطلب
ما را در سایت بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : sportnews11 بازدید : 111 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 1:46

افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ کې نه لوبیږيد پاکستان د سوپر لیګ سیالیو کې د ۵۰۱ پاکستاني او نړیوالو لوبغاړو نومونه بولۍ ته وړاندې شوي دي چې د محمد نبي، راشد خان، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری، ظاهر خان او شرف الدین اشرف نومونه هم په کې وو.د افغانستان د کرکټ بورډ د مطبوعاتو مسول لطف الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل که افغان لوبډله لوبه ولري، لوبغاړي نشي کولی په بهرنیو تجارتي لیګونو کې ولوبیږي، ځکه چې هېواد یې ورته ضرورت لري.په لومړي ځل د پي اس ال په سیالیو کې محمد نبي ولوبېده او وځلېده. تېرکال هم د ځینو افغان لوبغاړو نومونه د دغو سیالیو بولۍ ته وړاندې شوي وو، خو د افغان لوبډلې د بوختیاو له کبله یو هم ونه لوبېده.د ۲۰۱۹ کال د غوراوي سیالیۍ د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې زمبابوې کې کیږي چې افغانستان، ویسټ انډیز، زمبابوې، ایرلنډ او شپږ نورو ټیمونه په کې برخه اخلي، له دې به دوه ټیمونه نړیوال جام ته وځي. نوشته شده در دوشنبه بیست و دوم آبان ۱۳۹۶ساعت 6:56 توسط فضل الله احدي| | بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا...ادامه مطلب
ما را در سایت بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : sportnews11 بازدید : 68 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 1:46

د پیښور زلمو ولې راشد خان پریښود ؟ خپله د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلې.له بلې خوا په دغه سیالیو کې لوبیدونکې کویټې ګلیډ ایټرز لوبډلې راشد خان د دغه سیالیو د لمړۍ کټه ګورۍ پلاتینیم څخه د ۱۴۰۰۰۰ یو لک څلویښت زره امریکايي ډالرو سره د ضمیموي لوبغاړي په توګه را خپل کړی.د ضمیموي لوبغاړې نه هدف دلته دادی چې که چیري د کویټې ګلیډ ایټرز د سیالیو په وخت کې راشد خان لوبې و نلري او کویټه لوبډله یې لوبیدو ته اړتیا ولري، نو په هغه صورت کې به راشد خان دغه سیالیو کې ګډون کوي.د کویټې لوبډلې سره افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل هم په تیرو دوه پړاونو کې ولوبید، خو دا ځل یې پریښود. نوشته شده در سه شنبه بیست و سوم آبان ۱۳۹۶ساعت 5:58 توسط فضل الله احدي| | بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا...ادامه مطلب
ما را در سایت بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : sportnews11 بازدید : 57 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 1:46

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۱۹ م کال د اسیايي جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه د ویتنام پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د هېواد فوټبال ملي لوبډله به د سې شنبې په ورځ د راتګ پړاو په سیالۍ کې له ویتنام سره د لوبې ډګر کې مخامخ شي. د معلوماتو له مخې، د دواړو لوبډلو ترمنځ به سیالي د کابل پر وخت د مازدیګر په ۴ بجې د ویتنام په کوربه توب سره پېل شي. نوشته شده در سه شنبه بیست و سوم آبان ۱۳۹۶ساعت 6:14 توسط فضل الله احدي| | بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا...ادامه مطلب
ما را در سایت بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : sportnews11 بازدید : 56 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 1:46

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، مالیزیا کې د روان اسیايي جام سیالیو کې د ملي لوبډلې ۱۹ کلنو متحده عربي اماراتن ته په ۱۳۴ منډو ماتې ورکولو سره ددغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار ومونده. لومړی پچه اماراتو لوبډلې وګټه، خو د ورښت له کبله لوبه ۲۰ اورونو ته راټیټه شوه.افغانستان متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۲۲۵ منډو هدف وټاکه او افغان لوبډله کې تر ټولو ډېرې ناسوځېدلې. دروېش درانی په ۳۸ توپونو د ۱۰۵ ناسوځېدلو منډو د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. نوشته شده در چهارشنبه بیست و چهارم آبان ۱۳۹۶ساعت 23:49 توسط فضل الله احدي| | بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا...ادامه مطلب
ما را در سایت بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : sportnews11 بازدید : 73 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 1:46

  د لوبډلو همدې ګروپ کې اردن لوبډلې د کمپوچیا مقابل کې صفر یو بریا تر لاسه کړه او له ویتنام سره لا مقدماتي لوبو کې پاتې شوه. د جرمن روزونکي اتوفیستر افغان لوبډله به د دغو سیالیو وروستۍ لوبه د ۲۰۱۸ کال د مارچ پر ۲۷ مه تاجکستان کې له کمپوچیا سره وکړي، چې دغه سیالي به د درېیم ځای لپاره وي.    نوشته شده در پنجشنبه بیست و پنجم آبان ۱۳۹۶ساعت 0:23 توسط فضل الله احدي| | بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا...ادامه مطلب
ما را در سایت بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : sportnews11 بازدید : 59 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 1:46

آیرلنډ او افغانستان دواړه لېواله دي چې د ۲۰۱۸ په مارچ کې د کرکټ د نړیوالې شورا د نړیوال جام د غوراوي تر سیالیو مخکې د کمو اوورونو ګڼې سیالۍ وکړي. د آیرلنډ د کرکټ ادارې رييس وارن ډیوتروم وايي، د افغانستان او آیرلنډ مسابقې به نه یوازې د درجه بندۍ له نظره د دوو ډېرو سره نژدې ټیمونو مسابقې وي، بلکې دا به د ټیست مقام ته د دوو رسېدلیو هیوادونو سیالۍ وي. د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي ريیس شفیق الله ستانکزي هم دا سیالۍ د دواړو هیوادونو د لوبډلو لپاره یو ښه فرصت وباله. د افغانستان او آیرلنډ لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه به د دسمبر په پنځمه /سې شنبه/ د شارجې د کرکټ په لوبغالي کې وي. نوشته شده در پنجشنبه بیست و پنجم آبان ۱۳۹۶ساعت 6:36 توسط فضل الله احدي| | بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا...ادامه مطلب
ما را در سایت بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : sportnews11 بازدید : 55 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 1:46

افغانستان له دې مخکې هم د شپږیزې په نوم غوره لیګ سیالۍ کړې چې بهرنيو لوبغاړو هم پکې ګډون کړی و. خو د کرېکټ بورډ چارواکي وايي، له شپیږیزې سره به د دې لیګ توپیر دا وي چې دا به په نړیواله کچه سیالۍ وي او کورنیو لوبغاړو ته به فرصت په لاس ورشي چې له هېواده بهر له نړیوالو لوبغاړو سره ولوبېږي. چارواکي وايي له دې سره به لوبغاړي مادي او معنوي ګټه ترلاسه کړي. نوشته شده در شنبه بیست و هفتم آبان ۱۳۹۶ساعت 6:56 توسط فضل الله احدي| | بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا...ادامه مطلب
ما را در سایت بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : sportnews11 بازدید : 61 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 1:46

اسيا کرکټ کپ: افغانستان پاکستان ته شکست ورکړپه دې توګه پاکستان دا فاينل لوبه په ۱۸۵ منډو وبايلله او افغانستان له ۱۹ کلونو څخه کم عمر لرونکیو لوبغاړو اسيا کپ اتل شو. اکرام عليخېل د دې لوبې او مجيب ځدراڼ د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی شو.د افغان لوبډلې مشر، نوېن الحق تر بريا وروسته وويل چې ټولو لوبغاړو سخت محنت وکړ. هغه زياته کړه:((زموږ روزونکیو او کرکټ بورډ راسره ډېره خواري کړې ده. دا بريا ټول هېواد ته ډالۍ کوم.))د پاکستان لوبډلې مشر، حسن خان په خپلو خبرو کې افغان لوبډلې ته مبارکي ورکړه او وي ويل:((موږ به له خپلو غلطيانو زده کړه وکړو.))پر ټولنيزو مطبوعاتو افغانانو د دې بريا له امله يو بل ته مبارکۍ وويلې او خوښې يې وښودله. نوشته شده در یکشنبه بیست و هشتم آبان ۱۳۹۶ساعت 23:27 توسط فضل الله احدي| | بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا...ادامه مطلب
ما را در سایت بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : sportnews11 بازدید : 73 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 1:46

همدا راز ولسمشر غني لوبغاړو ته په خطاب کې وویل: « تاسو د هېواد د نوي او راتلونکي نسل مثبته بېلګه یاست او د جمعې د ورځې( عقرب پنځمه) پایلوبه د هغه ملت اراده ده، چې هېڅ وخت تهدید ته نه تسلېمېږي» ولسمشر غني شاهین آسمایي ټیم ته ژمنه ورکړه، چې حکومت تیار بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا...ادامه مطلب
ما را در سایت بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا دنبال می کنید

برچسب : افغانستان,تيمونوليدنه, نویسنده : sportnews11 بازدید : 57 تاريخ : جمعه 12 آبان 1396 ساعت: 20:26