د پاکستان د سوپر لیګ سیالیو کې د ۵۰۱ پاکستاني او نړیوالو لوبغاړو نومونه بولۍ ته وړاندې شوي دي چې د محمد نبي، راشد خان، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری، ظاهر خان او شرف الدین اشرف نومونه هم په کې وو.د افغانستان د کرکټ بورډ د مطبوعاتو مسول لطف الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل که افغان لوبډله لوبه ولري، لوبغاړي نشي کولی په بهرنیو تجارتي لیګونو کې ولوبیږي، ځکه چې هېواد یې ورته ضرورت لري.په لومړي ځل د پي اس ال په سیالیو کې محمد نبي ولوبېده او وځلېده. تېرکال هم د ځینو افغان لوبغاړو نومونه د دغو سیالیو بولۍ ته وړاندې شوي وو، خو د افغان لوبډلې د بوختیاو له کبله یو هم ونه لوبېده.د ۲۰۱۹ کال د غوراوي سیالیۍ د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې زمبابوې کې کیږي چې افغانستان، ویسټ انډیز، زمبابوې، ایرلنډ او شپږ نورو ټیمونه په کې برخه اخلي، له دې به دوه ټیمونه نړیوال جام ته وځي.
نوشته شده در دوشنبه بیست و دوم آبان ۱۳۹۶ساعت 6:56 توسط فضل الله احدي| |

بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا...
ما را در سایت بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا دنبال میکنید
برچسب: نویسنده: بازدید: 73 تاريخ: يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 1:46