همدا راز ولسمشر غني لوبغاړو ته په خطاب کې وویل: « تاسو د هېواد د نوي او راتلونکي نسل مثبته بېلګه یاست او د جمعې د ورځې( عقرب پنځمه) پایلوبه د هغه ملت اراده ده، چې هېڅ وخت تهدید ته نه تسلېمېږي» ولسمشر غني شاهین آسمایي ټیم ته ژمنه ورکړه، چې حکومت تیار دی څو په آسیایي لوبو کې د لوبغاړو لوبېدلو ته لازمې آسانتیاوې تیارې کړي. ټاکل شوې ده، د لیګ ګټونکی ټیم(شاهین آسمایی) د افغانستان په استازیتوب په آسیایي لوبو کې ګډون وکړي. ولسمشر ویلي دي، چې تر راتلونکو درېیو کلونو پورې به ۱۰۰ بورسونه د فوټبال لوبغاړو ته ډالۍ شي او د هېواد په ټولو ولسوالیو کې به سپورټي لوبغالي جوړ شي. په دغه لیدنه کې د فوټبال فني معاون یوسف کارګر له افغان حکومت څخه ورزش ته له پاملرنې مننه وکړه او وویل: « د فوټبال لوبغاړو په ملي او نړیوالو لوبو کې په ښه ځلیدو سره وکولای شول، چې لویې لاسته راوړنې ولري او د افغانستان نوې څهره نړیوالو ته وروښيي». د شاهین آسمایي روزونکي سید محمد هاشمي او د میوند اتلانو روزونکي فیض محمد فیض هم په دې لیدنه کې ګډون درلود او له ولسمشر څخه په مننې یې له نوموړې څخه وغوښتل، څو د لوبغاړو ستونزو، په ځانګړې توګه اقتصادي ستونزو ته پاملرنه وکړي. د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د هېواد د آتو زونونو له آتو تيمونو څخه جوړ دی. دغه لیګ د «یو ملت، یو آواز» په شعار سره په کابل کې ترسره شو، چې په پای لوبه کې شاهین آسمایي د ۴-۳ په پایلې سره د میوند اتلانو ته ماتې ورکړه او څلور ځلې پرلپسې ددې سیالو اتل شو.
بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا...
ما را در سایت بازگشت باورنکردنی اینیستا به تمرینات بارسا دنبال میکنید
برچسب: افغانستان,تيمونوليدنه, نویسنده: بازدید: 65 تاريخ: جمعه 12 آبان 1396 ساعت: 20:26